دوشنبه, دسمبر 23, 2024
Homeافغانستانټام ویسټ:هڅه کوي چې د طالبانو له زندانونو درې امریکایي اتباع را...

ټام ویسټ:هڅه کوي چې د طالبانو له زندانونو درې امریکایي اتباع را خلاص کړي

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست ویلي، هڅه کوي چې د طالبانو حکومت له زندانونو درې امریکايي اتباع را خوشې کړي.

توماس ویسټ په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، هڅه کوي چې دغه زندانیان ژر تر ژره خپلو کورنیو ته ستانه کړي.

په ورته وخت کې د رایان کوربت مېرمنې انا کوربت ویلي چې جوبایډن په خپله ژمنه عمل نه دی کړی او دې ته هېڅ د لېدنې لپاره وخت نه ورکوي.

د یادونې ده چې رایان کوربت، محمود حبیبي او جورج ګلازمن هغه درې امریکايي اتباع دي چې د طالبانو حکومت سره زندانیان دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here