د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې د پخوانۍ شارژدافیرې رافائلا یودیچه پر مړینې خواشیني څرګنده کړې.
ښاغلي کرزي په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې میرمن رافائلا یودیچه د خپل ماموریت په دوره کې د افغانستان له خلکو سره ډېرې مرستې او همکارۍ کړې وې.
هغه ویلي، چې خپل د خواشینۍ او ډاډگیرنې مراتب د ارواښادې کورنۍ او دوستانو ته وړاندې کوي.
د یادونې ده چې نوموړې مېرمن د مغزو د سکتې له امله مړه شوې ده.

