د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق کابل ته راغلی.
محمد صادق پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې هغه تېر ماښام کابل ته را رسېدلی.
نوموړي ویلي، د طالب چارواکو له لوري یې هرکلی شوی دی.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره به بېلابېلې غونډې ولري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي.
د یادونې ده چې دا د اسلام اباد او طالبانو تر منځ له ترینګلو اړیکو وروسته د یوه پاکستاني پلاوي لومړی سفر دی.