دوشنبه, دسمبر 23, 2024
Homeافغانستانجان کربي:داعش لاهم ګواښ دی او معلومیږي چې دوی طالبان په نښه...

جان کربي:داعش لاهم ګواښ دی او معلومیږي چې دوی طالبان په نښه کوي

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، دوی لا د مخه افغانستان کې د داعش ډلې د ګواښ په اړه اندېښمن وو.

جان کربي د یادې ډلې له لوري د خلیل الرحمن حقاني وژل کېدو ته په غبرګون کې لیکلي، دا برید د دې ښکارندوي کوي چې داعش طالبان په نښه کوي.

نوموړی زیاتوي، امریکا له افغانستان څخه تر وتلو وړاندې د یادې ډلې پر وړاندې عملیات کړي او اوس یې په نږدې سیمو کې دفاعي ځایونه فعال دي.

د یادونې ده چې داعش ډلې د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست د وژل کېدو مسؤلیت منلی وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here