دوشنبه, دسمبر 23, 2024
Homeافغانستانعباس ستانکزی:د جبر او زور حکومتونه دوام نشي کولای

عباس ستانکزی:د جبر او زور حکومتونه دوام نشي کولای

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی وایي، د زور او فشار حکومتونه دوام نشي کولای.

نوموړي ویلي، د ظلم حکومتونه به اخر پرځېږي او تل تر تله به شرمنده وي.

ستانکزی زیاتوي، اړتیا ده، چې دوی خپل حکومت د خلکو په خوښه وکړي.

تر دې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني هم ویلي وو چې تل باید خپله خبره پر نورو ونه منل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here