دوشنبه, دسمبر 23, 2024
Homeافغانستاند طالبانو د بهرنیو چارو وزارت:د تحریر الشام په مشرۍ د بشارالاسد...

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت:د تحریر الشام په مشرۍ د بشارالاسد رژیم د نسکوریدو مبارکي وایو

د طالبانو حکومت د تحریر الشام ډلې له لوري د سوریې حکومت نسکورولو او واک ته د یادې ډلې رسېدو له کبله مبارکي ویلي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی د سوریې له حکومت او تحریر الشام ډلې څخه غواړي چې واک په داسې ډول منتقل کړي، ترڅو د میلیونونو سوریایي وګړو ارمانونه پوره شي.

خبرپاڼه کې له تحریر الشام غوښتل شوي چې عمومي عفوه وکړي او ټول په ځان راټول کړي.

د طالبانو حکومت دغه راز له بهرنیو لوریو هم غوښتي چې له تحریر الشام سره مثبت سیاست وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here