د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې، چې په کابل کې یې ۳ طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
یادې جبهې پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې تېره شپه شاوخوا نهه بجې د دوی ډلې د کابل په میربچه کوټ ولسوالۍ کې پر طالب سرتېرو برید کړی چې له امله یې دوه طالب سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

