چهارشنبه, مارچ 11, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت؛له کندهار وروسته په ارزګان او ځینو نورو سویلي ولایتونو...

د طالبانو حکومت؛له کندهار وروسته په ارزګان او ځینو نورو سویلي ولایتونو کې په سیمه‌ییزو ټولګیو بندیز لګولی

د طالبانو حکومت له کندهار وروسته تازه په ارزګان او ځینو نورو سویلي ولایتونو کې هم د نړیوالو ادارو له‌خوا پر سیمه‌ییزو ټولګیو بندیز لګولی دی.

د یونېسف، سیف د چلډرن او ځینو نورو نړیوالو ادارو کارکوونکو ویلي، د طالبانو حکومت ورته د سیمه‌ییزو ټولګیو د بندیدو امر کړی او اوس په اکثرو سیمو کې دا ټولګي تړل شوي دي.

په سویلي حوزه کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف ځینو کارکوونکو ویلي، چې طالبانو ورته په ټولو سیمو کې د ښوونځيو د تړل کېدو ویلي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here