چهارشنبه, مارچ 11, 2026
Homeافغانستانکابل کې د ایران سفیر؛حسن کاظمي قمي له دندې لرې او پر...

کابل کې د ایران سفیر؛حسن کاظمي قمي له دندې لرې او پر ځای یې علي رضا بیګدلي وګمارل شو

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی او سفیر حسن کاظمي قمي له دندې لرې شو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د وزیر عباس عراقچي په امر، دا دنده اوس مهال د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي مرستیال علي رضا بېګدلي ته وسپارل شوه.

د یادونې ده چې قمي په ۱۴۰۱ کال کې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی سفیر ټاکل شوی و، چې د ځانګړي استازي دنده یې هم پر مخ وړه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here