چهارشنبه, مارچ 11, 2026
Homeافغانستانحبیب الرحمن سیاف د کاناډا استازي ته:د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان...

حبیب الرحمن سیاف د کاناډا استازي ته:د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان په زندان بدل شوی

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا غړی او د پوهنتون استاد حبیب الرحمن سیاف د افغانستان لپاره د کاناډا له ځانګړي استازي ډیویډ سپراول سره کتلي.

ښاغلي سیاف حماسه میډیا ته ویلي، چې په دې لیدنه کې یې د نورو مسایلو ترڅنګ افغانستان کې د ټوله شموله حکومت جوړېدو په اړه خبرې کړې.

نوموړي ویلي، په لیدنه کې پر دې ټینګار شوی، چې طالبان باید د خلکو او په ځانګړي ډول د ښځو حقونه ورکړي.

حبیب الرحمان سیاف د طالبانو تر واک لاندې افغانستان یو زندان ته ورته بللی او زیاته کړې یې ده چې هېواد باید له دغه وضعیت څخه را ووېستل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here