د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات ویلي، چې د ډونالډ ټرمپ له لوري مایک والټز ته د ملي امنیت د سلاکار په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وایم.
ښاغلي سادات په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې مایک والټز هغه سړی دی چې د افغانستان د جګړې په ډګر کې یې له امریکا او افغان وروڼو سره اوږه په اوږه مبارزه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې دا د یوې ښې راتلونکې او د طالبانو لپاره یو بد کال دی.
سادات دغه راز ویلي، چې په افغانستان کې له مایک والټز سره کار کولو ته سترګې په لار یم.

