د پاکستاني طالبانو یا ټيټيپي ویاند احسان الله احسان وایي، چې مونږ له پاکستان سره هېڅ ډول خواخوږي نه لرو.
احسان الله احسان په خپله ایکسپاڼه لیکلي:«مونږ ورسره نه خواخوږي لرو، نه ورته تسلیت وایو، نه یې شهیدان منو او نه ورته جنت الفردوس غواړو ځکه زياتره وژل شوي پوځیان وو، نه عام وګړي، زخمیانو ته یې شفا هم نه غواړو ځکه هغوی کې هم اکثریت د پوځ کارمندان دي»
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت پر دې پېښې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

