چهارشنبه, نوومبر 4, 2026
Homeافغانستانهوسۍ اندړ:د عایشه وهاب بریا د افغان ښځو لپاره د ویاړ او...

هوسۍ اندړ:د عایشه وهاب بریا د افغان ښځو لپاره د ویاړ او الهام سرچینه ده

هوسۍ ظریف اندړ د امریکا د کانګرس په ټاکنو کې د افغان‌الاصله نوماندې عایشه وهاب د مخکښوالي هرکلی کړی او دا یې د افغان ښځو او نجونو لپاره د ویاړ او هیلو شېبه بللې ده.

اندړ په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، عایشه وهاب د کالیفورنیا ایالت په ټاکنو کې د تر اوسه شمېرل شویو رایو له مخې ۵۸.۵ سلنه رایې ترلاسه کړې او له خپلې سیالې مخکې ده.

نوموړي د عایشې وهاب لاسته راوړنه د افغان ښځو د وړتیا او استعداد یوه بېلګه بللې او ویلي یې دي، چې دا بریا ښيي افغانې ښځې او نجونې هم د سترو لاسته راوړنو وړتیا لري.

هوسۍ اندړ یو ځل بیا له افغان چارواکو غوښتي، چې نجونو ته د زده‌کړې او ښځو ته د کار حق ورکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here