د کابل پخواني والي احمدالله علیزي د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند د بریا په مناسبت هیله څرګنده کړې، چې دغه بریا به د افغانستان خلکو ته د مثبت بدلون او روښانه راتلونکي زمینه برابره کړي.
علیزي په خپله ایکسپاڼه هیله ښودلې، چې افغانان به خپلې له لاسه ورکړې هیلې، فرصتونه او لاسته راوړنې بېرته ترلاسه کړي.
نوموړي د افغانستان په اړه زیاته کړې، چې دغه هېواد باید یو ځل بیا د سولې، ثبات، ملي یووالي او پرمختګ پر لور حرکت وکړي او د ټولو افغانانو لپاره د ښه راتلونکي په موخه نوې لارې پرانیستل شي.

