د کرنې او مالدارۍ ۳۵م نندارتون نن (چهارشنبه، د لړم ۱۳مه) د کابل په بادامباغ څېړنیز فارم کې پرانیستل شو.
دغه څلور ورځنی نندارتون د لړم تر ۱۶مې دوام کوي، چې پکې کرنیز او بڼوالي محصولات، د مالدارۍ تولیدات، زعفران، طبي بوټي، کرنیز ماشینونه، د اوبو لګولو وسایل او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوي دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خلکو غوښتي چې له دې نندارتون څخه لیدنه وکړي، د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي او خپلې اړتیاوې له باکیفیته افغاني محصولاتو پوره کړي.
د دغه نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو وده، د بزګرانو او مالدارانو ملاتړ او د افغاني محصولاتو لپاره د بازارموندنې غوره فرصتونو برابرول دي.

