هند او روسیې د افغانستان او پاکستان په اړه د خپلو امنیتي خبرو اووم پړاو د اکتوبر په ۱۴مه په نوي ډیلي کې ترسره کړی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د هند د ملي امنیت مرستیال سلاکار پاوان کپور او د روسیې د امنیت شورا مرستیال منشي الکساندر وندیکتوف ګډه مشري کړې ده.
د خبرپاڼې په وینا، دواړو لورو د ګډو ګټو پر موضوعاتو او پر نړیوال امنیت د هغو د اغېزو خبرې کړي او د خپلو هېوادونو ترمنځ یې د ستراتیژیکې ملګرتیا په چوکاټ کې د روانې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د خبرو د مشخصو موضوعاتو او کومو پرېکړو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

