دوشنبه, اکتوبر 12, 2026
Homeافغانستانریچارډ بېنټ: پاکستان د افغان ملکي وګړو په نښه کولو سره احتمالي...

ریچارډ بېنټ: پاکستان د افغان ملکي وګړو په نښه کولو سره احتمالي جنګي جرمونه کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ وايي، پاکستان د افغان ملکي وګړو په نښه کولو سره احتمالي جنګي جرمونه کړي او د دغو پېښو د بشپړې او خپلواکې څېړنې او حساب ورکونې غوښتنه یې کړې ده.

بېنیټ له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) د معلوماتو له مخې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د جګړې په پایله کې وژل شوي کسان ډېری ملکي وګړي دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

نوموړي د روان کال په مارچ کې په کابل کې د نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې پر یوه روغتون د هوايي برید یادونه هم کړې او ویلي یې دي، د یوناما د شمېرو له مخې، په دغه برید کې ۲۶۹ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، د پېښې قربانیان هغه نارینه وو چې د نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې او بیارغونې بهیر یې روان و.

بېنیټ ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو له بشري حقونو شورا یې د دغو پېښو د بشپړې او خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې، ځکه د نوموړي په باور، دغه پېښې ښايي جنګي جرمونه وي او قربانیان او د هغوی کورنۍ د عدالت او حساب حق لري.

هغه ویلي، د بشري حقونو شورا تر اوسه د دغو پېښو لپاره ځانګړی میکانیزم نه دی جوړ کړی، خو یو کال مخکې جوړ شوی خپلواک څېړنیز میکانیزم کولای شي د پېښو په اړه پلټنې وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here