جمعه, اکتوبر 9, 2026
Homeافغانستانایران: له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا ګڼ فرصتونه لرو

ایران: له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا ګڼ فرصتونه لرو

د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې مرستیال قدیر قیافه وايي، ایران او افغانستان کولی شي د برېښنا، نفتي موادو او صنعتي توکو ترڅنګ په کرنه، کانونو او زیربناوو کې خپلې ګډې اقتصادي همکارۍ پراخې کړي.

قیافه ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې باید یوازې افغانستان ته پر صادراتو متمرکزې نه وي، بلکې ګډې پانګونې هم باید پیاوړې شي.

د نوموړي په وینا، د بانکي او مالي ستونزو حل او د اوسپنې پټلۍ، برېښناکوټونو او سړکونو په برخو کې د همکاریو پراختیا د ایران او افغانستان د اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لرلی شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here