د ایران او طالبانو حکومت چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا ترڅنګ، افغانستان ته د ایران د شاوخوا ۲ زره مېګاواټه برېښنا د صادراتو پر موضوع خبرې کړې دي.
د ایران د انرژۍ وزیر عباس علي آبادي د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره په لیدنه کې د برېښنا د تولید اړینو تجهیزاتو، د اوبو د خوږولو فابریکو او ګډو پانګونو په اړه هم خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې علي آبادي له عزیزي غوښتي چې په راتلونکو میاشتو کې په ایران کې د اوبو او برېښنا په نندارتونونو کې د ګډون لپاره تهران ته سفر وکړي.
عزیزي د ایران د انرژۍ وزیر بلنه منلې او ویلي یې دي چې افغانستان د کابل او تهران ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره چمتو دی.

