د فرانسې خبري اژانس د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې فرانسې د طالبانو حکومت سره د هغو افغانانو د بېرته ستنولو د اسانتیا لپاره تخنیکي خبرې پیل کړي چې په دغه هېواد کې له قانوني اسنادو پرته اوسېږي او د چارواکو په وینا د عامه نظم لپاره ګواښ ګڼل کېږي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت هم د جولای په میاشت کې تایید کړې وه چې پاریس د همدې موضوع لپاره له طالبانو سره په تخنیکي کچه اړیکې پیل کړي، خو ټینګار یې کړی چې دا اړیکې د طالبانو حکومت د رسميت پېژندنې په معنا نه دي.
پاریس د شاوخوا ۲۰ اروپايي هېوادونو له هڅو سره یوځای د ځینو افغانانو، په ځانګړي ډول د محکمو له خوا د مجرمینو په توګه د پېژندل شویو کسانو، د بېرته ستنولو د بهیر د چټکولو هڅه کوي.

