د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین مهاجر فراهي ننګرهار ولایت کې د «خبریالانو فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې» سیمینار کې د پاکستان په تړاو څرګندونې کړي.
نوموړي ویلي، پاکستان د افغانستان د جغرافیې د ناامنه کولو لپاره کار کوي. د ده په وینا، موږ وړاندې فکر کاوه چې دغه هېواد به د افغانستان له حکومتونو سره ستونزه لري، خو پاکستان د افغانستان له خاورې، امنیت او پرمختګ سره مخالفت لري.
فراهي ټینګار کړی چې پاکستان د برېټانوي استعمار د یو وارث په توګه د سیمې د ناامنه کولو هڅه کوي، خو زموږ ملت او خلک باید د دوښمن دې دسیسو او پلانونو ته وېښ اوسي.

