چهارشنبه, اکتوبر 7, 2026
Homeافغانستاند افغانستان د جګړې ۲۵ کاله؛ له پوځي عملیاتو د امریکا تر...

د افغانستان د جګړې ۲۵ کاله؛ له پوځي عملیاتو د امریکا تر وتلو

نن د اکتوبر ۷مه، پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د پوځي عملیاتو د پیل ۲۵ کاله پوره کېږي؛ هغه جګړه چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته پیل او نږدې دوه لسیزې یې دوام وکړ.

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه، د امریکا د هغه مهال ولسمشر جورج ډبلیو بوش اعلان وکړ چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د القاعدې د روزنیزو مرکزونو او د طالبانو د حکومت پر پوځي تاسیساتو بریدونه پیل کړي دي. امریکا ویلي وو چې د دې عملیاتو موخه د القاعدې د شبکې له منځه وړل او د ترهګرۍ د مرکز په توګه د افغانستان د کارېدو مخنیوی دی.

د طالبانو حکومت په څو اوونیو کې له کابله ووت، خو جګړه پای ته ونه رسېده. په ۲۰۰۱ کال کې پیل شوي عملیات وروسته په پراخ نړیوال پوځي ماموریت بدل شو. ناټو په ۲۰۰۳ کال کې د نړیوال امنیتي مرستندویه ځواک (ISAF) قومانده پر غاړه واخیسته او د ماموریت ساحه په تدریجي ډول ټول افغانستان ته وغځول شوه. د دې ځواک شمېر په یوه پړاو کې له ۱۳۰ زرو هم اوښتی و.

د جګړې په شاوخوا ۲۰ کلنه دوره کې افغان ملکي وګړو، د افغانستان امنیتي ځواکونو، طالبانو او نورو وسله‌والو او بهرنيو ځواکونو درانه تلفات ولیدل. د براون پوهنتون د Costs of War پروژې د اټکل له مخې، یوازې د افغانستان د جګړې په مستقیمه پایله کې شاوخوا ۲۴۳ زره کسان وژل شوي؛ په دې شمېر کې د جګړې له امله د ناروغیو، لوږې او د روغتیايي خدمتونو د کمښت غیرمستقیمې مړینې نه دي شاملې.

ملګرو ملتونو هم په وروستیو کلونو کې د جګړې د ملکي مرګ‌ژوبلې د لوړې کچې په اړه پرله‌پسې راپورونه خپاره کړي وو. یوازې د ۲۰۲۱ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ملګرو ملتونو ۵۱۸۳ ملکي مرګ‌ژوبله ثبت کړې وه چې ۱۶۵۹ کسان په کې وژل شوي او ۳۵۲۴ نور ټپیان ښودل شوي وو.

جګړې د امریکا لپاره هم ستر مالي لګښت درلود. د براون پوهنتون د محاسبې له مخې، له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۲ مالي کال پورې د افغانستان او پاکستان د جګړې اړوند د امریکا لګښت شاوخوا ۲.۳۱۳ ټریلیون ډالر اټکل شوی دی.

په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره زمینه برابره کړه.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، د طالبانو له چټک پرمختګ او د کابل له سقوط وروسته، د امریکا او ناټو د ځواکونو وتل بشپړ شول. د امریکا وروستی سرتېری د اګست پر ۳۰مه له افغانستانه ووت.

له هغې وروسته طالبان بېرته واک ته ورسېدل، خو د افغانستان د جګړې اغېزې لا هم د اقتصادي ستونزو، بې‌ځایه کېدو، ماینونو او ناچاودو مهماتو او د جګړې د پاتې بشري زیانونو په بڼه محسوسېږي.

د جګړې د بشري لګښتونو په اړه تازه تحلیلي څېړنې هم ښيي چې د ۲۰۰۱ کال له جګړو پاتې اغېزې لا تر اوسه د افغانستان پر ټولنې دوام لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here