د افغانستان د شنونکو شبکې په یوه تازه مقاله کې ویلي چې د طالبانو حکومت له بیا راتګ وروسته په افغانستان کې د دیني مدرسو شمېر په بېسارې توګه زیات شوی او د ۲۰۲۵ کال تر سپټمبر پورې د ثبت شویو دیني زدهکړو مرکزونو شمېر له ۲۳ زرو اوښتی دی.
د مقالې له مخې، په دغو مدرسو کې له ۳.۶۵ میلیونو ډېر زدهکوونکي زده کړې کوي او د مدرسو شمېر د هېواد له شاوخوا ۱۸ زره دولتي او خصوصي ښوونځیو هم زیات شوی دی.
په مقاله کې ویل شوي چې د مدرسو د پراختیا ترڅنګ په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د ښوونکو د روزنې مرکزونه تړل شوي او د دیني زدهکړو پر پراختیا ډېر تمرکز شوی دی.
راپور زیاتوي چې د نجونو د ثانوي او لوړو زدهکړو له محدودېدو وروسته، مدرسې د ډېرو نجونو لپاره د زدهکړو له پاتې محدودو لارو یوه ګرځېدلې ده.
د افغانستان د شنونکو شبکې د مقالې پر بنسټ، د مدرسو پراختیا یوازې ښوونیز بدلون نه دی، بلکې د افغانستان پر ټولنیز جوړښت، د ښځو او نجونو پر زدهکړو او د هېواد پر راتلونکي سیاسي او سیمهییز امنیت هم اغېز کولی شي.

