چهارشنبه, اکتوبر 7, 2026
Homeافغانستاناوچا: په افغانستان کې چاودېدونکي توکي لا هم د ماشومانو ژوند ګواښي

اوچا: په افغانستان کې چاودېدونکي توکي لا هم د ماشومانو ژوند ګواښي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کې چاودېدونکي توکي لا هم د خلکو لپاره هره ورځ جدي ګواښ دی.

اوچا په یوه تازه بیان کې ویلي، د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ تر اګست پورې د چاودېدونکو توکو له امله د ثبت شوو تلفاتو ۷۸ سلنه ماشومان دي.

د دغه دفتر په وینا، د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو په پلان کې د چاودېدونکو توکو اړوند فعالیتونو لپاره ۱۴.۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا وه، خو تر اوسه یې یوازې ۴.۳ میلیونه ډالر تمویل شوي دي.

اوچا وايي، د اړتیا وړ بودجې او ترلاسه شوي تمویل ترمنځ لا هم ۱۰.۲ میلیونه ډالره کسر شته.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here