د ښځو د آزادۍ شبکې د ښوونکي ورځې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په افغانستان کې د ښوونکو او نجونو د زدهکړو وضعیت باید یوازې د مبارکۍ په خبرو ونه نمانځل شي.
شبکې ویلي، د طالبانو حکومت له لوري د نجونو پر زدهکړو د محدودیتونو له امله میلیونونه نجونې له ښوونیز بهیر لېرې پاتې دي او یو شمېر ښوونکي هم د کار او تدریس له حقونو بېبرخې شوي دي.
د ښځو د آزادۍ شبکې له نړیوالو او بشري حقونو بنسټونو غوښتي چې د ښوونکو او له زدهکړو د محرومو نجونو غږ واوري او د هغوی د زدهکړو او کار د حقونو لپاره عملي اقدامات وکړي.
شبکې ویلي: «موږ نن یوازې مبارکي نه وایو؛ بلکې اعتراض کوو» او ټینګار یې کړی چې د ښوونکي ورځ هغه مهال ریښتینې معنا لري چې ښوونکي په ټولګیو کې او نجونې په ښوونځیو کې وي.

