د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لاتیني الاصله رایه ورکوونکو ترمنځ د خپل ملاتړ د کمېدو په اړه د CNN د خبریالې له پوښتنې وروسته دغه شبکه په «جعلي خبرونو» تورنه کړه او د خپلې خوښې د نظرپوښتنو شمېرې یې ښې وبللې.
د سياېناېن خبریالې کریسټن هولمز ټرمپ ته وویل چې د لاتیني رایه ورکوونکو ترمنځ د هغه د محبوبیت کچه ۲۷ سلنې ته راټیټه شوې ده، خو ټرمپ دا ادعا رد کړه او د سياېناېن پر راپورونو یې نیوکه وکړه.
د رویټرز او ایپسوس تازه نظرپوښتنه بیا ښيي چې د ټرمپ د دندې د ترسره کولو ملاتړ د لاتیني رایه ورکوونکو ترمنځ ۲۴ سلنې ته راټیټ شوی چې د هغه د دواړو ولسمشرۍ دورو تر ټولو ټیټه کچه بلل شوې ده.
د همدې نظرپوښتنې له مخې، په عمومي توګه د ټرمپ د ولسمشرۍ د فعالیتونو ملاتړ ۳۲ سلنه دی.

