سه شنبه, اکتوبر 6, 2026
Homeافغانستاند ۱۸۰ ایراني سوداګرو او پانګه‌والو پلاوی کابل ته ورسېد

د ۱۸۰ ایراني سوداګرو او پانګه‌والو پلاوی کابل ته ورسېد

د ایران شاوخوا ۱۸۰ سوداګر، پانګه‌وال او اقتصادي فعالان د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د امام ابوحنیفه نړیوال نندارتون کې د ګډون لپاره کابل ته رسېدلي دي.

د افغانستان ـ ایران ګډې سوداګرۍ خونې په خبرپاڼه کې ویلي، د دغه پلاوي مشري د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر محمود سیادت کوي.

د پلاوي د سفر په ترڅ کې به له افغان سوداګرو او پانګه‌والو سره د ګډو پانګونو، د سوداګرۍ د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د زیاتولو په اړه خبرې هم وشي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here