د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د طالب مشرانو په اړه د نیولو حکمونو له اعلان سره مخالفت کړی او دغه اقدام یې غندلی دی.
مجاهد ویلي، د طالبانو حکومت د جرمونو نړیواله محکمه په رسمیت نه پېژني او د دغې محکمې دریځونو ته ارزښت نه ورکوي.
هغه ادعا کړې چې د دوی مشرانو داسې کوم عمل نه دی ترسره کړی چې د کومې محکمې له لوري د نیولو یا مجازاتو وړ وبلل شي.
نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو مشران د نړیوالو یا استخباراتي بنسټونو پر ځای د اسلامي شریعت د احکامو او محکمو تابع دي.
مجاهد له نړیوالې محکمې غوښتي چې د خپل حیثیت د ساتلو لپاره له خپل واک او صلاحیت پورته ادعاوې ونه کړي.

