د پېښور عالي محکمې د خیبر پښتونخوا په طبي کالجونو او پوهنتونونو کې د ۸۶ افغان محصلینو د اېستلو بهیر ځنډولی دی.
محکمې دغو افغان محصلینو ته اجازه ورکړې چې خپلې زدهکړې روانې وساتي او تر راتلونکې اورېدنې پورې دې له پاکستانه نه اېستل کېږي.
د محکمې د پرېکړې له مخې، د دې قضیې راتلونکې اورېدنه د اکټوبر په ۱۲مه ترسره کېږي او تر هغې نېټې پورې به د یادو محصلینو د اېستلو بهیر درول شوی وي.

