د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، مسکو به افغانستان ته د بشري مرستو لړۍ روانه وساتي او ټاکل شوې د روسیې د مرستو یوه بله جوپه په راتلونکو یوه یا دوو میاشتو کې دغه هېواد ته ورسېږي.
لاوروف دا څرګندونې د «مسکو فارمټ» د اتمې غونډې د پرانیستونکې وینا پر مهال کړې دي. نوموړي د افغانستان بشري وضعیت ستونزمن بللی او ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، راتلونکی ژمی به له ۱۷ میلیونو ډېر افغانان د خوړو له کمښت سره مخ شي او شاوخوا ۲۲ میلیونه کسان به بشري مرستو ته اړتیا ولري.
هغه ټینګار کړی چې روسیه په افغانستان یا د دغه هېواد په ګاونډ کې د ناټو د پوځي زېربناوو له جوړېدو سره مخالفت کوي او دا ډول حضور یې د سیمې د بېثباتۍ د زیاتېدو لامل بللی دی.
لاوروف همداراز د کابل د ترهګرۍ ضد ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره د مادي، تخنیکي او تخصصي مرستو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې طالب چارواکو د ټاپي په ګډون د سیمهییزو انرژۍ پروژو ته خپله ژمنتیا بیا څرګنده کړې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د افغانستان اقتصاد د لوېدیځ د لاسوهنو سربېره د ودې په حال کې دی او تېر کال د دغه هېواد بهرنۍ سوداګري له څه باندې سلو هېوادونو سره ۱۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

