دوشنبه, اکتوبر 5, 2026
Homeافغانستانفضلی: د مسکو فارمټ اوس خپل اصلي ارزښت له لاسه ورکړی

فضلی: د مسکو فارمټ اوس خپل اصلي ارزښت له لاسه ورکړی

د چارو ادارې پخوانی رئیس فضل محمود فضلي وايي، د مسکو فارمټ نږدې نهه کاله وړاندې د افغانستان په اړه د روسیې او سیمې د هېوادونو د اجماع رامنځته کولو لپاره جوړ شوی و، خو په باور یې، دغه اجماع اوس نوره شتون نه لري.

فضلي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، ایران د طالبانو وسله‌وال مخالفین په رسمیت پېژني، پاکستان د طالبانو د وسله‌والو مخالفینو ملاتړ کوي او پر افغانستان بریدونه کوي، په داسې حال کې چې روسیه، چین او د منځنۍ اسیا هېوادونه هم د افغانستان له اړخه جدي امنیتي اندېښنې لري.

نوموړي زیاته کړې چې هند هم د افغانستان په اړه نور هغه دریځ نه لري چې په ۲۰۱۸ کال کې یې درلود او امریکا هم د دوحې له هوکړې وروسته د سیمې هېوادونو پخوانۍ اجماع ته لږه اړتیا لري.

د فضلي په وینا، له همدې امله د مسکو فارمټ خپل اصلي هدف او ارزښت له لاسه ورکړی او اوس تر ډېره یوازې یو «نمایشي او سمبولیک فورم» پاتې دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here