دوشنبه, اکتوبر 5, 2026
Homeافغانستاند جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو حکومت د څلورو مشرانو د نیولو...

د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو حکومت د څلورو مشرانو د نیولو حکمونه علني کړل

د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) د افغانستان د وضعیت په تړاو د طالبانو حکومت د څلورو لوړپوړو چارواکو د نیولو حکمونه له محرم حالت وایستل.

په دغو کسانو کې شېخ هبت‌الله اخوندزاده، عبدالحکیم حقاني، حبیب‌الله آغا او ندا محمد ندیم شامل دي.

محکمې ویلي، پر دغو کسانو د بشریت ضد جرم؛ د جنسیت پر بنسټ د ځورونې تور پورې شوی چې د نجونو او ښځو او د طالبانو د جنسیتي پالیسۍ سره د نه همغږو کسانو پر وړاندې د تبعیضي چلند په تړاو دی.

د محکمې په وینا، یاد جرمونه د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې وروسته په افغانستان کې ترسره شوي او لږ تر لږه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۲۰مې یې دوام کړی دی.

محکمې ویلي چې د نجونو او ښځو د زده‌کړو، تګ راتګ، بیان، فکر او مذهب ازادۍ محدودې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې د دغو څلورو د نیولو حکمونه په ۲۰۲۵ کال کې صادر شوي وو، خو تر نن پورې محرم ساتل شوي وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here