ملګرو ملتونو د ښوونکو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان ښوونکو د هڅو او ژمنتیا ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دوی د راتلونکو نسلونو د روزنې او د هېواد د راتلونکي په جوړولو کې مهم رول لري.
ملګرو ملتونو په یوه پیغام کې هیله څرګنده کړې چې افغان ښځې وکولای شي خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي، راتلونکي ښوونکې شي او د ځوانو نجونو د پوهې او مهارتونو په لوړولو کې ونډه واخلي.
د ښوونکو نړیواله ورځ داسې مهال را رسیږي چې په افغانستان کې دا مهال ښځینه ښوونکې له ګڼو ننګونو سره مخ دي او په تېرو پنځو کلونو کې ډېری ښوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي.

