د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي، په مسکو کې یې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ او افریقايي هېوادونو د څانګې له مشر سروار بختي سره د افغانستان پر وضعیت او سیمهییزو پرمختګونو خبرې کړې دي.
صادق خان په یوه بیان کې ویلي، دغه لیدنه د مسکو فورم د مشورتي ناستې له جوړېدو مخکې شوې ده.
د هغه په وینا، په لیدنه کې په کابل او مسکو کې د پاکستان سفیرانو هم ګډون کړی و.

