ایران په تهران کې د ناروې سفیر د دغه هېواد په خاوره کې د سټارلینک سپوږمکۍ انټرنېټ د «غیرمجازو» فعالیتونو له امله احضار کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، ناروې باید د سټارلینک د غیرمجازو خپرونو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي، خو تهران ادعا کوي چې اوسلو د ایران له پرلهپسې غوښتنو سره سره په دې برخه کې اقدام نه دی کړی.
ایراني چارواکو همداراز امریکا او اسرائیل تورن کړي چې د ایلن مسک د سپېساېکس شرکت اړوند سټارلینک د ایران پر ضد کاروي.
ناروې تر اوسه د ایران د دغو څرګندونو په اړه خپل دریځ نه دی اعلان کړی.

