یکشنبه, اکتوبر 4, 2026
Homeافغانستانمنصور: د افغانستان پر وړاندې د جګړې هر پلان به شنډ شي

منصور: د افغانستان پر وړاندې د جګړې هر پلان به شنډ شي

د طالبانو حکومت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور د بدخشان د واخان د ترانزیټي لارې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، هېڅوک نه شي کولای د اوسني حکومت پر وړاندې د جګړې لپاره توجیه پیدا کړي.

منصور زیاته کړې، که څوک د پردیو له لوري د ډالرو ترلاسه کولو په موخه د جګړې نیت ولري، پلان به یې شنډ او هڅې به یې له منځه یووړل شي.

نوموړي د پاکستان نوم هم اخیستی او ویلي یې دي چې افغانستان به د فشارونو پر وړاندې خپل دریځ وساتي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here