د ترکیې امنیتي ځواکونو د دغه هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د داعش ډلې پر ضد هممهاله عملیات کړي او ۵۱ شکمن کسان یې نیولي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي، دغه عملیات د ژاندارمې د ترهګرۍ ضد څانګې او د اړوندو ولایتونو د څارنوالیو په همغږۍ ترسره شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان د داعش له غړیتوب، له دې ډلې سره د تړلو کسانو او د مرستندویه بنسټونو له لارې د ډلې د مالي ملاتړ او په ټولنیزو رسنیو کې د داعش د تبلیغاتو په خپرولو تورن دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د نیول شویو کسانو په اړه قضايي څېړنې د څارنوالیو تر څار لاندې روانې دي.
ترکیې په وروستیو اوونیو کې هم د داعش پر ضد ورته پراخ عملیات کړي؛ د سپټمبر په ۲۵مه په ۲۸ ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال ۸۳ شکمن کسان نیول شوي وو.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وايي، د داعش د فعالیتونو او مالي شبکو پر وړاندې به عملیات دوام ولري.

