بلوچستان کې یو شمېر ښځې د خپلو ورکو شوو کورنیو غړو د برخلیک معلومولو لپاره د اعتراض پر مهال ګواښل شوي، ځورول شوي او نیول شوې دي.
په ټولنیزو رسنیو کې له خپرو شویو وېډیوګانو ښکاري چې په پاکستان کې د عدالت غوښتنه او د پاکستاني پوځ د کړنو پر وړاندې غږ پورته کول هم د نیول کېدو لامل کېدای شي.

