د طالبانو د حکومت اړوند پخواني ویاند او د ټولنیزو رسنیو فعال جنرال مبین په خپله ایکس پاڼه لیکلي، هوښیار مشر هغه دی چې خپل ملت له جګړو وژغوري.
نوموړي لیکلي چې جګړه اوس د افغانستان په ګټه نه ده او باید د «سوک او څپېړې حساب» په کتابچه کې وساتل شي، څو د په وینا یې «وخت چې راغی، بیا به یې حساب تصفیه کړو.»
جنرال مبین دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې له تېرو دوه اوونیو راهیسې پاکستان د افغانستان پر بېلابېلو ولایتونو درې ځله هوایي بریدونه وکړل خو د طالبانو د حکومت پڅ دریځ د افغانانو لپاره د پوښتنې وړ دی.

