په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والتز د امنیت شورا غونډې ته ویلي چې ایران د یورانیمو بډای کول تر ۶۰ سلنې رسولي او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې پلټونکو ته یې د لاسرسي اجازه نه ده ورکړې.
والتز ادعا کړې چې د ایران د یورانیمو د بډای کولو دا کچه د باور وړ ملکي موخه نه لري او تهران د خپل اټومي پروګرام په اړه نړیوالې ژمنې نه عملي کوي.
ایران بیا وايي چې اټومي پروګرام یې سولهییز دی او د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون له مخې د یورانیمو بډای کول یې حق دی.
تهران د اټومي انرژۍ نړیواله اداره هم په سیاسي کېدو تورنه کړې ده.

