یکشنبه, اکتوبر 4, 2026
Homeافغانستانسپنتا: له طالبانو سره زموږ مخالفت به مو د پاکستان د تېري...

سپنتا: له طالبانو سره زموږ مخالفت به مو د پاکستان د تېري پر وړاندې چوپ نه کړي

د افغانستان بهرنیو چارو پخواني وزیر رنګین دادفر سپنتا پر افغانستان د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي چې د هېواد خاوره د څویم ځل لپاره «د پاکستاني یرغلګرو» د بریدونو هدف ګرځي او له امله یې ملکي وګړي وژل کېږي.

سپنتا ویلي، له طالبانو، استبداد او ترهګرۍ سره د دوی مخالفت دا معنا نه لري چې د پاکستان د تېري پر وړاندې به چوپ پاتې شي.

هغه د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او غوښتنه یې کړې چې د ده په وینا، «د یرغلګرو لاسونه دې د افغانستان له خاورې لنډ شي.»

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here