چهارشنبه, اکتوبر 14, 2026
Homeافغانستانریچارډ بېنټ: د ملکي تلفاتو په اړه باید حساب ورکونه ترسره شي

ریچارډ بېنټ: د ملکي تلفاتو په اړه باید حساب ورکونه ترسره شي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ پر افغانستان د پاکستان په یوه بل هوايي برید کې د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د ماشومانو، د وژل کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

بېنټ ویلي، د داسې بریدونو په اړه حساب ورکونه اړینه ده او پوښتنه یې کړې چې ایا دا پېښه د بې‌کفایتۍ، غفلت او که د دې تر څنګ د بل څه پایله ده.

هغه ټینګار کړی چې ملکي وګړو ته د داسې نه جبرانېدونکي زیان لپاره هېڅ توجیه نه شي وړاندې کېدای او زیاته کړې یې ده چې دغه ډول اقدام د نړیوالو بشري حقونو او بشري قوانینو له اصولو سره په ټکر کې ښکاري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here