د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وايي، په ټولنیزو رسنیو کې تازه خپره شوې هغه ویډیو یې څېړلې چې په کې یو استاد خپل طالبالعلم وهي.
د دغه وزارت په وینا، پېښه د ۱۴۰۴ل کال په کب میاشت کې د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ په حضرت سلمان فارسي مدرسه کې شوې ده.
وزارت وايي، موضوع یې د تخار د پوهنې له ریاست سره شریکه کړې او له څېړنې وروسته د دغه ولایت امنیه قوماندانۍ یاد استاد نیولی دی.
د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت زیاته کړې چې موضوع لا تر څېړنې لاندې ده او د زدهکوونکو خوندیتوب او د ښوونیز چاپېریال د اصولو رعایت ته ژمن دی.

