چهارشنبه, اکتوبر 14, 2026
Homeافغانستانپاکستان: په افغانستان کې مو د وسله‌والو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي؛...

پاکستان: په افغانستان کې مو د وسله‌والو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي؛ د طالبانو حکومت د ملکي تلفاتو خبره کوي

د پاکستان د اطلاغاتو وزارت ویلي، د «غضب لِلحق» عملیاتو په دوام یې په افغانستان کې د «فتنه الخوارج» او «فتنه الهندستان» په نوم ډلو پر دوو ځایونو هوايي بریدونه کړي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې بریدونه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي او ۲۲ وسله‌وال په کې وژل شوي دي. وزارت همداراز ویلي چې په دغو ځایونو کې زېرمه شوې وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

پاکستان ادعا کړې چې له افغانستانه ورته د ترهګرۍ ګواښ متوجه دی او په بریدونو کې یې د ملکي زیان د مخنیوي لپاره لازم احتیاط کړی دی.

خو د طالبانو د حکومت ذبیح‌الله مجاهد دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې پاکستاني الوتکو د کنړ د شلتن ولسوالۍ په چوګام او د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمو کې پر ملکي کورونو بریدونه کړي دي.

مجاهد ویلي، په دغو بریدونو کې ۹ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان پکه ې شامل دي، وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي او درې کورونه هم ویجاړ شوي دي.

نوموړي دغه بریدونه «تجاوز او جنایت» بللي دي.

په ټولنیزو رسنیو د پېښو له ځایه په خپرو شویو انځورونو او وېډیو ګانو کې هم لیدل کیږي چې د ملکي خلکو کورونه ویجاړ شوي او ماشومانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here