چهارشنبه, سپتمبر 30, 2026
Homeښځېد مراکش پاچا د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د لومړۍ وزیزې...

د مراکش پاچا د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د لومړۍ وزیزې په توګه وټاکله

د مراکش پاچا شپږم محمد د فاطمه الزهرا المنصوري په نوم سیاستواله د دغه هېواد د لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیرې په توګه وټاکله او د نوي حکومت د جوړولو دنده یې ور وسپارله.

المنصوري چې حقوق یې لوستي، مخکې د مراکش د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزیره او د مراكش ښارواله پاتې شوې ده.

نوموړې په ۲۰۰۹ کال کې د مراكش لومړنۍ ښځینه ښارواله هم شوه او په ۲۰۲۱ کال کې بیا دې څوکۍ ته وټاکل شوه.

د هغې ټاکل کېدل د عربي نړۍ په کچه دویم وار دی چې یوه ښځه د لومړۍ وزیرې په توګه ګومارل کیږي؛ تر دې مخکې نجلا بودن په تونس کې لومړۍ وزیره وه.

د المنصوري ګوند د سپټمبر په ۲۳مه پارلماني ټاکنو کې تر ټولو ډېرې څوکۍ ترلاسه کړې وې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here