د هرات ولایت په اسلامقلعه سرحدي ګمرک کې د پراخې اورلګېدنې راپور ورکړل شوی دی.
د طالبانو د حکومت د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر ویلي، اور د دوو موټرونو له امله رامنځته شوی و چې د اطفایي په مرسته مهار شوی.
ولایت مقام زیاته کړې چې اورلګېدنه کې ځاني زیان نه دی اوښتی خو مالي تلفات شته او په اړه یې پلټنې روانې دي.

