چهارشنبه, سپتمبر 30, 2026
Homeافغانستانطلال چوهدري: پاکستان له افغانستان سره رغنده تعامل غواړي

طلال چوهدري: پاکستان له افغانستان سره رغنده تعامل غواړي

د پاکستان د کورنیو چارو د دولت وزیر طلال چوهدري ویلي، پاکستان له افغانستان سره د رغنده تعامل غوښتونکی دی.

چوهدري د چهارشنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې د افغانستان په اړه جوړ شوي کنفرانس کې ویلي، په افغانستان کې سوله او په پاکستان کې سوله له یو بل سره تړلې ده او پاکستان تل د یوه سوله‌ییز او باثباته افغانستان ملاتړ کړی دی.

هغه ویلي، پاکستانیان د ترهګرۍ قربانیان دي او ادعا یې کړې چې وسله‌والې ډلې له افغانستانه په پاکستان کې «ترهګریز فعالیتونه» ترسره کوي.

چوهدري ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان یا کوم بل هېواد پر ضد ونه کارول شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here