د اوکراین چارواکي وایي، د روسیې په توغندیزو او ډرون بریدونو کې په کییف او شاوخوا سیمو کې لږ تر لږه درې کسان، چې یو ماشوم هم پکې شامل دی، وژل شوي دي.
چارواکي وایي، په بریدونو کې کورونو، موټرو او بنسټیزو تاسیساتو ته هم زیان اوښتی دی.
د اوکراین هوايي ځواک ویلي، روسیې د شپې ۱۸۸ ډرونونه او څو بالستیک توغندي کارولي دي.

