چهارشنبه, سپتمبر 30, 2026
Homeسیمهسهیل افریدي: د پاکستان ټول پور ۹۹.۵ ټریلیون روپیو ته رسېدلی

سهیل افریدي: د پاکستان ټول پور ۹۹.۵ ټریلیون روپیو ته رسېدلی

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدي ویلي، د پاکستان کورنی او بهرنی پور ۹۹.۵ ټریلیون روپیو ته لوړ شوی دی.

افریدي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، د پاکستان ناخالص کورني تولید شاوخوا ۱۲۴ زره اربه روپۍ دی، خو د هېواد ټول پورونه د ۱۰۰ زره اربه روپیو کچې ته نږدې شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، د پاکستان د هر وګړي سرانه عاید له ۱۷۰۰ څخه ۱۳۰۰ امریکایي ډالرو ته راټیټ شوی او شاوخوا ۱۲ کروړه کسان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی ویلي، د پاکستان صادرات شاوخوا ۳۰ میلیارد ډالر او واردات ۷۰ میلیارد ډالرو ته رسېږي، چې له امله یې د سوداګرۍ کسر شاوخوا ۴۰ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

افریدي همداراز ویلي، شاوخوا ۲۸ لکه مسلکي ځوانان له پاکستانه وتلي او هېواد د مسلکي بشري ځواک له کمښت سره مخ دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here