سه شنبه, سپتمبر 29, 2026
Homeکورپاڼهعراقچي: ایران به د امریکا او اسرائیل د «جګړه‌ییزو جرمونو» د عاملانو...

عراقچي: ایران به د امریکا او اسرائیل د «جګړه‌ییزو جرمونو» د عاملانو د حساب ورکولو هڅې روانې وساتي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، هېواد یې به د هغو کسانو پر وړاندې د عدالت غوښتنې ته دوام ورکړي چې د «جګړه‌ییزو جرمونو» مسؤل دي او په ځانګړي ډول یې امریکا او اسرائیلو یادونه کړې ده.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، عراقچي دا څرګندونې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره د دوشنبې ورځې په لیدنه کې کړې دي.

عراقچي ویلي، د ایران خلک به د عدالت غوښتنې، د مسؤلینو د حساب ورکولو او د جګړه‌ییزو جرمونو د عاملانو د مجازاتو له غوښتنې لاس وانخلي.

په ورته مهال، ګوتریش له ایران او امریکا غوښتي چې د شخړې د پای ته رسولو او سولې لپاره ډیپلوماټیکې هڅو ته دوام ورکړي.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر ادعا کړې چې امریکا په تېرو لسو کلونو کې څو ځله له ډیپلوماسۍ مخ اړولی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here